ملا برارد:

مشران مو په پاکستان کې دي، او ټپیان مو همدلته درملنه کېږي

3 جدی 1399 ساعت 8:32

د طالبانو د ډلې مرستیال او د دغه ډلې د قطر د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برارد تایید کړې، چې د طالبانو مشرتابه په پاکستان کې دي او دغه راز د طالبانو ټپيان هم په دې هېواد کې درملنه کېږي.


د طالبانو د ډلې مرستیال او د دغه ډلې د قطر د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برارد تایید کړې، چې د طالبانو مشرتابه په پاکستان کې دي او دغه راز د طالبانو ټپيان هم په دې هېواد کې درملنه کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملا برادر دغه څرګندونې په هغه ویډیو کې کړې، چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

په دغه ویډیو کې لیدل کېږي، چې د ملا برادر د طالبانو یو شمېر غړو ته په روغتون کې خبرې کوي او وايي«زموږ ټوله مشرتابه همدلته دی، موږ چې په قطر کې کومې خبرې کوو، ډاډ درکو چې په خپل سر یې نه کوو دلته یې له خپلو مشرتابه سره شریکو، دا خبرې بیا وروسته موږ ته بېرته رارسېږي او موږ عمل پرې کوو، زموږ په هېواد کې د ټپیانو درملنه امکان نه لري، ناچاره یو چې دا وضعیت تحمیل کړو.»

په دغه ویډیو کې ملا برادر وړاندې د خپلو جنګیالیو له قربانیو مننه کوي وايي، ستاسو د قربانیو نتیجه وه، چې امریکا ورسره خبرو ته کېښناسته.

تر اوسه دا معلومه نه ده، چې ملا برادر دغه څرګندونې د پاکستان په کوم ځای کې کړې، خو راپورونه وایي، ښاغلي برادر دغه څرګندونې د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې په روغتون کې ټپي طالبانو او د هغوی پایوازانو ته د وینا پر مهال کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی وروسته له هغې اسلام آباد ته په درې ورځني سفر ولاړ چې په قطر کې یې د افغان حکومت سره د سولې بین الافغاني خبرې د لنډې مودې لپاره ودرولې.
 
پاکستان تر اوسه د ملا برادر د دغه ویډیو، د ځای او ثبت په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وايي، د دغه ویډیو د صحت او ثبت ځای په اړه معلومات نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل




 
 


د مطلب کود: 134669

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134669/

جمهور
  https://www.jomhornews.com