د فیفا بنسټ مشر یوسف رشید په وسله وال برید و وژل شو

3 جدی 1399 ساعت 8:35

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید په یوه وسله وال برید کې ژوند له لاسه ورکړ.


د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید په یوه وسله وال برید کې ژوند له لاسه ورکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر ښاغلي رشید نن چهارشنبې د مرغومي درېیمه سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې د کابل ښار د اومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې خپل کور ته نېږدې وسله وال برید شوی دی.

د رشید خپلوان وايي، نوموړی له خپل موټر چلوونکي سره د دندې په لور روان و، چې نامعلومه وسله والو کسانو د هغه کور ته نېږدې پرې برید وکړ.

د رشید ورور وايي، د فیفا مشر یوسف رشید په لومړي سر کې ټپي و او روغتون ته د پر لاره یې ساه ورکړې ده.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134670

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134670/

جمهور
  https://www.jomhornews.com