۰

کابل کې نن هم ماین چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې

چهارشنبه ۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۵
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې نن هم د یوه مقناطسي ماین په چاودنه کې درې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې نن هم ماین چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې نن هم د یوه مقناطسي ماین په چاودنه کې درې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د مرغومي ۳ مه سهار د کابل ښار د ۱۲ مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو په رنجر موټر شوې ده.

د کابل پولیس وايي، چاودنه د چسپکي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې په کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې نن د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا مشر یوسف رشید هم تر وسله وال برید لاندې راغلی او ویل کېږي ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند دوغ آباد سیمه کې د زندانونو ادارې د ډاکترانو پر موټر د سړک د غاړې چاودنه شوې وه.

په دغه چاودنه کې هم د څلورو ډاکترانو په ګډون چې یو خور او ورور هم په کې و پنځه تنه و وژل شول او ۲ نور ټپیان شول.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل کې ماین چاودنې او هدفي وژنې یو ځل بیا زیاتې شوې او نېږدې هره ورځ د چاودنو او بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي