د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ایران ته تللی

3 جدی 1399 ساعت 9:03

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب او ورسره پلاوی له آذربایجان څخه نېغ تهران ته تللی او هلته یې خپل ایراني سیال علي شمخاني او د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره لیدلي دي.

د ملي امنیت شورا وایي، له ایران چارواکو سره د ښاغلي محب لیدنه پرون سه شنبې د مرغومي ۲ مه شوې او په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغان سولې په اړه د سیمیزې اجماع او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې اترې کړې دي.

یادې شورا په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منخ د سوداګریزه او ترانزیټي اړیکو او ښاري خدمتونو په وړاندې کولو هم بحث او موافقه شوې ده.

د ملي امنیت شورا زیاته کړې، چې ښاغلی محب د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني په رسمي بلنه د اذربایجان د پلازمېنې باکو څخه ایران ته ولاړ.

ښاغلي محب د ایران د ملي امنیت شورا سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جواد ظریف سره جلا جلا کتلي او د سولې پروسې، د سیمه ییزې اجماع، له ګډو ګواښونو سره پر مبارزې، دوه اړخیزه اړیکو، د ترانزیټ، سوداګرۍ، امنیت، اقتصادي همکاریو پراختیا، ښاري خدمتونو وړاندې کولو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د یادونې ده، چې ښاغلي محب تر دې وړاندې د اذربایجان له چارواکو سره هم د افغان سولې، دوه اړخیزه اړیکو او ځينو نورو مسایلو خبرې اترې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 134674

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134674/

جمهور
  https://www.jomhornews.com