۰
د ولسمشر لومړی مرستیال:

د چاودنو مخنیوی زیات وخت ته اړتیا لري، د صدور منبع یې پاکستان دی

چهارشنبه ۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۸
په دې وروستیو کې د چاودنو زیاتېدو ته په اشارې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د دغه ډول چاودنو مخنیوی لا زیات وخت ته اړتیا لري.
د چاودنو مخنیوی زیات وخت ته اړتیا لري، د صدور منبع یې پاکستان دی
په دې وروستیو کې د چاودنو زیاتېدو ته په اشارې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د دغه ډول چاودنو مخنیوی لا زیات وخت ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن چهارشنبې د مرغومي ۳ مه د شپږنیمو له امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، په دغه چاودنو کې چې کوم مواد کارول کېږي، د صدور منبع یې پاکستان دی.
 
نوموړي زیاته کړې«په لاس جوړ شویو بمونو کې تر ډېره صنعتي توکو کار اخستل کېږي، چې بیا یې هم د صدور منبع پاکستان دی، د دغه مواد ډېری برخه امونیم نایتریت دي، امونیم نایتریت یو ډول کېمیاوي کود دی، چې کلونه کېږي افغانستان ته یې په واردولو بندیز لګېدلی دی، زموږ نور ګاونډیان دغه مواد افغانستان ته نه رالېږي، موږ له پاکستانیانو سره په خبرو کې په وار وار ټینګار کړي، چې دغه مواد افغانستان ته نه صادروي، خو خواشنۍ سره چې په ۲۰۲۰ کال کې هم طالبانو ته له بېلا بېلو لارو له ۱۵ تر ۲۰ زره ټنه امونیم نایتریت رسېدلي، چې له هر ټن څخه یې کابو ۵۰ بمونه جوړېدای شي.»
 
ښاغلي صالح کابل کې پروني چاودنې ته، چې د څلورو ډاکترانو په ګډون پنځه تنه په کې و وژل شول ویلي، چې د سړک د غاړې بمونه، مقناطسي ماینونه، د ملکي وګړو سر پرېکول، له جنګي اسیرانو سره غیر اسلامي او غیر انساني چلند، د اقتصادي بنسټونو ورانول ملت ته د طالبانو له ورکړې څخه دي.

دی وايي، هغه نورې ډلې «داعش....» هم چې کله کله د وژنو او خونړیړیو پېښو مسوولیت اخلي هم د طالبانو د عملیاتي بستر څخه ګټه اخلي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال په وینا د طالب او داعش تر منځ تکتیکي او عملیاتي ائتلاف واضح دی او د دغه موضوع په اړه کره ثبوتونه د لوېدیځو متحدانو او نړیوالې ټولنې ته ورکړل شوي دي.

ښاغلي صالح دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې نېږدې هره ورځ پلازمېنه کابل کې ماین چاودنې او هدفي وژنې کېږي.

پرون د اوومې امنیتي حوزې اړوند دوغ آباد سیمه کې د زندانونو ادارې د ډاکترانو پر موټر ماین چاودنه وشوه، چې د څلورو ډاکترانو په ګډون ۵ تنه په کې و وژل شول او دوه نور ټپیان شول.

همدار نن د کابل ښار د ۱۲ مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو په رنجر چسپکي ماین چاودنې یو پولیس و واژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

دغه راز نن سهار د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا په اجرائیوي مشر یوسف رسید وسله وال برید وشو او نوموړي په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

همدارنګه پرون د مارشال محمد قسیم فهیم د پوځي پوهنتون یو استاد هم چې تقاعد په پیسو پسې روان و، د نامعلومه وسله والو کسانو په غلکچي برید کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي