۰

دفاع وزرات: هلمند کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوی

پنجشنبه ۴ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۱
ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې له افغان ځواکونو سره نښته کې د ۲۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دفاع وزرات: هلمند کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوی
ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې له افغان ځواکونو سره نښته کې د ۲۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پشنبې د مرغومي ۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون د ناوې ولسوالۍ په مومن خان سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړ.

سرچینه زیاتوی، طالبان د افغان ځواکونو چې په فعال دفاعي حالت کې دي له سخت غبرګون سره مخ شول او د هوايي ځواک پر مټ یې پر طالبانو مرګوني ګذارونه وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې دفاع وزارت پرون هم د هلمند په ځینو ولسوالیو کې له طالبانو سره د نښتې او په کې د یو شمېر طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي