کندهار او ننګرهار کې ۲۳ طالبان وژل شوي دي

4 جدی 1399 ساعت 10:35

ملي دفاع وزارت وایي، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې له افغان ځواکونو سره د نښتې پر مهال ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


ملي دفاع وزارت وایي، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې له افغان ځواکونو سره د نښتې پر مهال ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د مرغومي ۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په ترینان سیمه کې راغونډ شوي و او پر امنیتي پوستو یې د برید تابیا نیوله.

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه چې په فعال دفاعي حالت کې دي له وړاندې پر طالبانو برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۷ طالبان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه راز دفاع وزارت د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې هم له افغان ځواکونو سره نښته کې د ۱۶ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

ملي دفاع وزارت وايي، په دې نښتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملي دفاع وزرات د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې د ۲۱ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134708

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134708/

جمهور
  https://www.jomhornews.com