د کندهار د حج او اوقافو رییس په وسله وال برید کې ټپي ښو

4 جدی 1399 ساعت 11:04

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د کندهار ولایت د حج او اوقافو رییس مولوي محمد عمر په یوه وسله وال برید کې ټپي او موټر چلوونکی یې وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د کندهار ولایت د حج او اوقافو رییس مولوي محمد عمر په یوه وسله وال برید کې ټپي او موټر چلوونکی یې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر مولوي محمد عمر نن پنشنبې د مرغومي څلورمه سهار مهال د کندهار ښار ۱۳ مې حوزې اړوند چونۍ سیمه کې غلچکي برید شوی دی.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی وايي، مولوي محمد عمر له کور د دندې پر لور روان و، چې د چوڼۍ په سیمه کې وسله والو پرې برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې د حج او اوقافو رییس ټپي شوی خو موټر چلوونکی یې وژل شوی دی.

د هغه په وینا بریدکوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي او د امنیتي ځواکونو له خوا پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په یو شمېر لویو ښارونو کې هدفي وژنې او مقناطسي ماین چاودنې زیاتې شوې، چې تر ډېره یې قربانیان، خبریالان، مدني فعالان، ملکي مامورین او عام وکړي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، وړاندې یې ویلي و، چې طالبانو پریکړه کړې، چې د مدني ټولنې پر غړو بریدونه وکړي او د هغوی اواز غلی کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134712

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134712/

جمهور
  https://www.jomhornews.com