د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ژمنه کړې، چې د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا د اجرائیوي مشر یوسف رشید د ترور عاملین به پیدا کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن پنشنبې د مرغومي ۴ مه د شپږنیمو له امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، ژمنه ده، چې د یوسف رشید د ترو عاملین به پیدا کړو.
نوموړي زیاته کړې«د شهید رشید کورنۍ ته تسلیت وایم، د شهید رشید لویې کورنۍ ته چې ټول افغانستان په کې شامل دی ژمنه ورکوم، چې قضیه به یې څېړو، تروریست به یې پیدا او غچ به تراخلو.»
د یادونې ده، چې د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا د اجرائیوي مشر یوسف رشید پرون چهارشنبې د مرغومي ۳ مه د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند سیمه کې هغه مهال تر وسله وال برید لاندې راغلی، چې له کور د یوې غونډې په لور روان و.
عیني شاهدان وايي، دوه وسله والو کسانو چې تومانچې ورسره وې هغه مهال په رشید د هغه کور ته نېږدې برید وکړ، چې په موټر کې روان وو.
دوی زیاتوي، چې په دغه برید کې محمد یوسف رشید او د هغه موټر چلوونکی چې د کاکا زوی یې هم و وژل شول.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د اجرائیوي مشر ترور په کور د ننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.
ولسمشر غني امنیتي بنسټونو ته امر کړی، چې د رشید قاتلین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
جمهورخبري آژانس:کابل