۰

دفاع وزارت: کندهار کې ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي

شنبی ۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۱
ملي دفاع وزرت کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو پر غونډو برید او په کې د ۲۹ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: کندهار کې ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزرت کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو پر غونډو برید او په کې د ۲۹ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د مرغومي ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبان پرون د کندهار پشمول او ژېړۍ ولسوالۍ اړوند سیمو کې راټول شوي و او د افغان ځواکونو پر پوستو یې د برید تابیا کوله.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو وړاندې له دې چې طالبان برید وکړي، د هغوی پر غونډو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۹ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.
ملي دفاع وزرات وايي، د افغن ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې په دې ورستیو میاشتو کې د کندهار له ناامن کېدو سره سم افغان ځواکونو هلته خپل عملیات هم زیات کړي او کابو هره ورځ پر طالبانو د بریدونو خبرونه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي