ولسمشر غني:

د وروستیو بریدونو عاملین د پیدا او مجازات شي

6 جدی 1399 ساعت 14:32

ولسمشر محمد اشرف غني اړوند ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د وروستیو تروریستي بریدونو عاملین پیدا او په سزا یې ورسوي.


ولسمشر محمد اشرف غني اړوند ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د وروستیو تروریستي بریدونو عاملین پیدا او په سزا یې ورسوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ نن شنبې د مرغومي ۶ مه اعلامیه کې ویلي، ولسمشر غني امنیتي او دفاعي ارګانونو ته د سیاسي، مدني او ټولنیزو فعالانونو د امنیت ټینګولو په اړه لازمې لارښوونې کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي،«د هېواد جمهور رئیس اړوندو ارګانونو ته دستور ورکړ چې پر مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ د برید په ګډون دې د ټولو وروستیو تروریستي بریدونو عاملین پیدا او د خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسوي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر بل هر وخت د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هدفي بریدونه او چاودنې زیاتې شوي دي.

د تاوتریخوالي او هدفي بریدونو په تازه پېښو کې نن شنبه په کابل کې د درې پرله پسې چاودنو له امله څلور تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان شول.

د تیرې اونۍ په وروستۍ پېښې کې مدني فعاله فرشته کوهستاني په کاپیسا کې د نا څرګنده وسله والو له خوا ووژل شوه.

همدارنګه د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید هم په ورته پېښې کې کابل کې ووژل شو.

تر دې وړاندې غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر رحمت الله نېکزاد، ننګرهار کې خبریاله ملاله میوند، هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي او پخوانی خبریال یما سیاوش هم د ورته پېښې له امله کابل کې ووژل شو.

په افغانستان کې د هدفي بریدونو زیاتېدو په اړه د بېلابېلو بنسټونو او عامو خلکو لخوا اندېښنې زیاتې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134766

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134766/

جمهور
  https://www.jomhornews.com