۰

د سالنګونو لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

یکشنبه ۷ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۵
د سالنګونو د لویې لارې ساتنې ریاست وايي، دغه لار د درنو واورو ورېدو له امله د ټولو ترافیکي وسایطو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه
د سالنګونو د لویې لارې ساتنې ریاست وايي، دغه لار د درنو واورو ورېدو له امله د ټولو ترافیکي وسایطو پر مخ تړل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سالنګونو د مراقبت او ساتنې ریاسته نن یکشنبې د مرغومي ۷ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې شمالي سالنګ کې د سختې واورې او جنوبي سالنګ کې توند بادونو لا هم دوام لري او حالت ښي چې دغه وضعیت به دوام وکړي.

د سرچینې په وینا له همدې امله دغه لویه لار د ټولو وسایطو پر مخ تړل شوې او تر څو چې د طوفان او خطرونو له منځه تلو نه وي ډاډه شوي، دغه لار به د ترافیکو پر مخ تړل شوي وي.

دغه ریاست ټینګار کړی، چې تر چې د دوی له خوا اعلان نه وي شوي له خلکو غواړي، چې پر دې لار له سفر کولو ډډه وکړي.

د یادونې ده، چې له مرکز سره د شمالي ولایتونو د نښلولو دغه لویه لار د ژمني په موسم کې ډېری وخت د مسافرو او وسایطو پر مخ تړلې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي