له ازبکستان نه د وارداتي برېښنا یو مزی پرچاو شوی دی

7 جدی 1399 ساعت 10:33

برېښنا شرکت اعلان کړی، چې له ازبکستان نه د وارداتي برېښنا یو مزی د تخنیکي ستونزو له امله برچاو شوی دی.


برېښنا شرکت اعلان کړی، چې له ازبکستان نه د وارداتي برېښنا یو مزی د تخنیکي ستونزو له امله برچاو شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شرکت نن یکشنبې د مرغومي ۷ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې سره به د کابل او ځینو ولایتونو برېښنا کې هم کمښت راشي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه لین په پرچاوۍ سره به د وارداتي برېښنا اندازه له ۴۳۰ میګاوټ څخه ۲۰۰ میګاوټه پورې راښکته شي.

برېښنا شرکت زیاته کړې، چې دغه خبر دوی ته د ازبکستان له اړخ نه شوی خو دوی هڅه کوي، چې ۲۳۰ میګاواټه برېښنا له داخلي تولیداتو تامین کړي.

یاد شرکت دا هم ویلي، چې د یوه لین په پرچاوی سره به د برېښنا په وېش اغېز وکړي، خو شرکت هڅه کوي، چې تر بیا نښلول کېدو پورې شته برېښنا خلکو ته په عادلانه ډول برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا اوس هم د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې برېښنا په وار شوې او په ځینو سیمو کې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۸ ساعته برېښنا وي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 134783

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134783/

جمهور
  https://www.jomhornews.com