۰

بلخ: ترافیکې پېښه کې څلور تنه مړه شوي دي.

یکشنبه ۷ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۴
د بلخ پولیس تاییدوي، چې دغه ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د یوه ماشوم په ګډون څلورو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
بلخ: ترافیکې پېښه کې څلور تنه مړه شوي دي.
د بلخ پولیس تاییدوي، چې دغه ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د یوه ماشوم په ګډون څلورو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د مرغومی ۶ مه مازیګر مهال د مزار – حیرتان په لویه لار رامنځ ته شوې ده.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، پېښه د یوه سراچه او یوه باروړنکي موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده، چې د یوه ماشوم په ګډون څلور تنه په کې وژل شوي دي.

نوموړي د پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي