د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د طالبانو سره د سولې خبرو دویم پړوا به هم په قطر کې تر سره شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې اړه نن یکشنبې د مرغومي ۷ مه په سپېدار ماڼۍ کې د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې او د مرکچي پلاوي غړو ناسته درلوده.
د یادې شورا په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه ناسته کې د مذاکراتو د پیل پر څرنګوالي، وخت، اجنډا په اولیت بندۍ، د مذاکراتي پلاوي پر تقویت او ملاتړ، ملي یووالي، ملي اجماع، بېړني اوربند په اړتیا، د وژنو پر درولو، د ښاریانو پر اساسي حقونو او بیان آزادۍ باندې خبرې اترې وشوې.
خبرپاڼه وايي، دوی پرېکړه وکړه، چې مرکچي پلاوی د افغان دولت د ملاتړ او باور څخه برخمن دی او یوازې همدا پلاوی د افغانستان له اسلامي حمهوریت او خلکو څخه استازيتوب کوي.
په ناسته کې د یوې تخنیکي کمېټې په جوړېدو هم سلا شوې تر څو د مذاکراتو بل پړاو ته د مرکچي پلاوی له تګ وړاندې د افغانستان د جمهوریت دولت لومړیتوبونه ترتیب کړي.
سرچینه زیاتوي، چې دغه لومړیتوبونه به د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رهبرۍ کمېټې تر تایید وروسته مذاکراتي پلاوی ته د کړنلارې په توګه ورکړل شي او هغوی به ګټه ترې واخلي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې ویلي، چې د مذاکراتو بل پړاو به هم په قطر کې تر سره شي.
ښاغلی عبدالله وايي، قطر وړاندې هم د مذاکراتو کوربه و او دا ځل یې هم چمتوالی ښودلي، چې د سولې د نورو ملاتړنو او زمینه برابرونکو هېوادونو له خوا هم د کرونا ویروس څخه د رامنځ ته شویو محدویتونو پر اساس د دې ملاتړ کړي، چې دوهم پړاو خبرې دې هم قطر کې پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل