۰

کابل کې پر یوه رنجر چاودنه شوې ده

دوشنبه ۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۶
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د ملي اردو په یوه رنجر موټر چاودنه شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.
کابل کې پر یوه رنجر چاودنه شوې ده
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د ملي اردو په یوه رنجر موټر چاودنه شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د مرغومي ۸ مه سهار څه کم اته بجې د کلوله پوشتې سیمه کې قاري بلاکونو ته څېرمه شوې ده.

چاودنه د ملي اردو په یوه رنجر موټر شوې، چې خو دا چې مرګ ژوبله لري که نه په اړه یې معلومات نشته.

تر اوسه پورې د چاودنې نوعیت هم نه دی معلوم، خو له انځور نه ښاري، چې د چسپکي ماین چاودنه ده.

د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې پلازمېنه کابل کې د چسپکي ماین چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوې، چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

کابو هره ورځ د کابل ښار د یوې څنډې څخه د چاودنې او یا هم ترور خبرونه ورکول کېږي.

ولسمشر غني هم هدفي وژنې اندېښمنوونکې بللې او امنیتي ارګانونو ته یې د هغوی د مخینوي جدي سپارښتنې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي