۰
منظور پښتین:

نور به چا ته اجازه ورنه کړو، چې پښتون د خپلو ګټو لپاره وکاروي

دوشنبه ۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۴
د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم مشر منظور پښتین وايي، په لر او بر افغان وطن کې د هدفي وژنو تر شاه د یوه دښمن لاس دی.
نور به چا ته اجازه ورنه کړو، چې پښتون د خپلو ګټو لپاره وکاروي
د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم مشر منظور پښتین وايي، په لر او بر افغان وطن کې د هدفي وژنو تر شاه د یوه دښمن لاس دی او دوی به نور اجازه ورنه کړي، چې پښتانه څوک د خپلو ګټو لپاره وکاروي.

د جمهور آژنس د خبر  له مخې ښاغلي پښتین دغه څرګندونې پرون یکشنبې د مرغومي ۷ مه د خيبر باړه ضلعه کې لويې ولسي غونډې ته کړې ویلي یې دي، هر هغه څوک چې د پښتنو پر وړاندې ظلم کوي، په خلاف به يې غږ پورته کړي او پر وړاندې به یې خپلو سوله ‌ييزو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي پښتانه د هر ډول زور زياتي قرباني شوي، خو ټینګار یې وکړ، چې تر دې وروسته به هېچاته د دې اجازه ورنه کړي چې پښتون د خپلې ګټې لپاره وکاروي.

ښاغلي پښتین زیاته کړې، «د پښتنو په حق کې هر څوک ظلم کوي، که هغه طالب دی که ای اېس ای دی او که بله کومه ډله، موږ یې خلاف یو او پښتانه به یې پر وړاندې درېږي.»

د نوموړي په خبره، پاکستاني پوځیان هره ورځ په تورخم کې عام خلک زوروي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ورته ظلمونو په مقابل کې کې راپورته شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين زیاته کړه چې په لر او بر کې د پښتنو هدفي وژنې ورته د منلو وړ نه دي او د دې ټولو وژنو تر شاه د یوه دښمن لاس دی.

نوموړي د وژل شوې فعالې کریمې بلوڅ د وژل کېدو څېړنه وغوښته او ویې ویل چې دوی نور د پښتنو د وژل کېدو پر وړاندې چپ نه پاتې کیږي.

کریمه بلوڅ څو ورځې وړاندې د کاناډا په ټورنټو ښار له یوې ورځ تري تم کېدو وروسته مړه پیدا شوه او چې پلویان یې په دې باور دي چې هغه د پاکستاني استخباراتو له خوا وژل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي