۰
امرالله صالح:

پر یوه څارنوال تر برید وروسته دوه ترهګر نیول شوي دي

دوشنبه ۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۴
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، پلازمېنه کابل کې دوه موټرسایکل سپاره ترهګر پر یوه څارنوال تر برید وروسته د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
پر یوه څارنوال تر برید وروسته دوه ترهګر نیول شوي دي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، پلازمېنه کابل کې دوه موټرسایکل سپاره ترهګر پر یوه څارنوال تر برید وروسته د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د مرغومي ۸ مه د شپږنیمو تر امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، د کابل ښار ۲۱ مه حوزه کې پولیس توانېدلي، هغه دوه موتر سایکل سپاره ترهګر وروسته له هغې ونیسي، چې پر یوه څارنوال یې برید کړی و.

ښاغلي صالح دا نه دي ویل، چې په دې برید کې څارنوال ته زیان رسېدلی که نه، خو ویلي یې دي، چې نیول شوي ترهګر دا مهال تر پلټنو لاندې دي.

نوموړي زیاته کړې، قاري هارون او ایوب چې پر یوه څارنوال یې برید کړی و، د ۲۱ مې حوزې د ویاړولو پولیسو له خوا نیول شوي او دغه ترهګرو داسې انځورونه او نښې هم تر لاسه شوې، چې باید هغه اهداف یې هم ترور کړي وای.

ده ویلي«د جهل او وحشت ډله هره ورځ په درواغجنه ادعا وايي، د هدفي او ملکي وژنو تر شاه د دوی لاس نه دی، دا په تېرو دوه ورځو کې دویمه لویه لاس ته راوڼه ده، قاري هاروان او ایوب د قانون په منګولو کې دي له دوی داسې نور انځورنه او نښې هم موندل شوې، چې غوښتل یې په راتلونکې یې ترور کړي.»

همدارنګه صالح وايي، ملي امنیت کابل کې د حلیم الله(علیم الله) په نوم یو بل موټر سایکل سپور ترهګر هم نیولی دی.

د هغه په وینا حلیم الله نومومي غوښتل له چاوېدونکو توکو ډک موټر سایکل د پولیسو یوې پوستې ته نېږدې ودروي او وروسته له لرې د ریموټ کنټرول په واسطه چاودنه ورکړي، خو د کابل ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ له خوا نیول شوی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، نورې لاس ته راوڼې هم شته او پر لاس دي، خو دا وخت د دې نه ی، چې ټول له پردې راوایستل شي، که نه د رندانو په مجلس کې څه شی نشته، چې نشته.

ښاغلی صالح دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې هدفي وژنې او مقناطسي ماین چاودنې کابل کې زیاتې شوې دي.

نن هم پلازمېنه کابل کې یوې مقناطسي ماین چاودنې د اردو یوه رنجر له منځه وړې او دوه تنه په کې ټپیان شوي دي.

جهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي