افغانستان کې د کرونا دویمه څپه هم مخ په ځوړ ده

8 جدی 1399 ساعت 14:35

د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني وايي، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ دویمه څپه هم مخ په ځوړ او پېښې یې مخ په کمېدو دي.


د جمهور آژانس د خبر له مخې عثماني نن دوشنبې د مرغومي ۸ مه د ولسي جرګې عمومي غونډه کې د وینا پر مهال و ویل، چې د کرونا ویروس د ټولې سیمې په هېوادونو په تېره بیا په افغانستان کې مخ په کمېدو دی.

هغه زیاته کړه«د دوهمې څپې له پیل څخه کرونا په افغانستان کې په تېرو څلورو اونیو کې مخ په کمېدو ده، یعنې د دویمې څپې له پیل راهیسې به ثابت حالت پاتې ده.»

نوموړي دا د افغان ولس لپاره یو ښه خبر وباله خو ویې ویل، چې له دې سره هم دوی د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د کرونا لپاره ۲۱۵۰ بسترونه جوړ کړي، چې ۴۰ سلنه یې ډګ او ۶۰ سلنه یې خالي دي.

په ورته وخت کې ښاغلي عثماني دا هم و ویل، چې د واکسین د نړیوال ائتلاف د ارزونې پر بنسټ چې ۹۹ هېوادونه په کې شامل دی، د کرونا ویروس واکسین به د راتلونکي کال په غبرګولي میاشت کې افغانستان ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه واکسین به وړیا وي او د هېواد د نفوس ۲۰ سلنه ته به بسنه وکړي.

د هغه په وینا نړیوال بانګ ۱۰۰ میلیون ډالر او آسیايي بانک ۵۰ میلیون ډالر نور هم د افغانستان لپاره د واکسین اخیستو په موخه ژمنه کړې ده.
 
د عامې وزیر وايي، دوی د واکسین تر لاسه کولو لپاره بشپړ چمتوالی لري او هر کله چې راورسېده لومړی به هغه کسانو ته ورکړل شي، چې ډېر تر ګواښ لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 134846

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134846/

جمهور
  https://www.jomhornews.com