۰
ولسمشر غني راشدخان!

ته د ټول افغانستان ویاړ او د نوي نسل استازی یې

سی شنبه ۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان ته د کرکټ لسیزې د غوره لوبغاړي جایزې د ګټلو له امله مبارکي ورکړې ده.
ته د ټول افغانستان ویاړ او د نوي نسل استازی یې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان ته د کرکټ لسیزې د غوره لوبغاړي جایزې د ګټلو له امله مبارکي ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا راشد خان د شل اوریزه لوبو د لسیزې د غوره بالر په توګه اعلان کړی او جایزه یې ورکړې ده.

د کرکټ د نړیوالې شورا تر دې اعلان وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، یو شمېر سیاسیونو او په خواله رسنیو ګڼو کسانو راشد خان ته مبارزکي ویلې او دا یې د افغانستان لپاره یو ویاړ بللی دی.

ولسمشر غني په یوې اعلامیې کې دا د ټول افغانستان لپاره ویاړ بللی دی او هیله یې ښودلې، چې راشد خان په راتلونکي کې هم نور ویاړونه تر لاسه کړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ولسمشر غني ویلي«په ډېر ویاړ خبر شوم چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی او د نړۍ په کچه د کرېکټ منل شوی ستوری راشد خان د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د لسیزې غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی.»

ښاغلي غني زیاته کړې، چې راشد خان او په بېلابېلو برخو کې ده ته ورته اتلې پېغلې او ځوانان د نوي افغانستان استازي دي.

ولسشمر وايي، دوی د افغانستان د ځوان نسل سرلاري او د تېرو شلو کلونو د لاس ته راوړنو، نویو ارزښتونو، پرمختګونو او غږ پورته کولو ساتونکي اتلان دي.

د یادونې ده، چې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د جایزې له ګټلو وروسته خپله راشد خان ویلي، د دې جایز تر لاسه کولو وروسته د ویلو لپاره څه نه لري، خو په وینا یې خپلو مینوالو ته خوشحاله دی او د افغانسان د یوې وګړي په توګه ورته دا ځانګړی ارزښت لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي