۰

د کابل سهار بیا هم په چاودنه پیل شو، خو مرګ ژوبله نه لري

سی شنبه ۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۷
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې ماین چاودنې شوې، خو وايي، دغه چاودنه کې هېچا ته زیان نه دی اوښتی.
د کابل سهار بیا هم په چاودنه پیل شو، خو مرګ ژوبله نه لري
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې ماین چاودنې شوې، خو وايي، دغه چاودنه کې هېچا ته زیان نه دی اوښتی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، دغه چاودنه نن سه شنبې د مرغومي ۹ مه سهار ۸:۱۰ بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند آب رسانۍ سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې ماین د سړک د غاړې اېښودل شوی و، خو په چاودنه کې یې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم کابل ښار کې د اردو په یوه رنجر او دغه راز د ملي احصایې د کارکوونکو په موټر ماین چاودنې وشې وې.

په دې وروستیو کې په کابل کې چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوې، چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم تاییدوي، چې د نن ورځې لویه ستونزه مقناطسي ماینونه او هدفي وژنې دي، خو وايي د مخنیوي لپاره یې جدي کار روان دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي