۰
پوځي چارواکي:

هلمند کې ۲۷ او فراه کې ۱۲ طالبان وژل شوي دي

سی شنبه ۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۳
پوځي چارواکي په هلمند او فراه ولایتونو کې د افغان ځواکونو د دفاعي عملیاتو پر مهال د ۵۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
هلمند کې ۲۷ او فراه کې ۱۲ طالبان وژل شوي دي
پوځي چارواکي په هلمند او فراه ولایتونو کې د افغان ځواکونو د دفاعي عملیاتو پر مهال د ۵۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لوېدیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د هلمند په ناورې او د فرا په انار دره ولسوالیو کې اوښتې ده.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو چارواکي وايي، فراه ولایت کې هغه مهال پر طالبانو برید شوو، چې غوشتل یې په اناردره ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت د هلمند امنیتي چارواکو هم په ناوې ولسوالۍ کې د ۳۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د هلمند د پولیسو ویاند محمدزمان همدرد وايي، افغان ځواکونو د ناوې په کمربندي سیمه کې پر طالبانو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۷ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي