۰

پروان کې دوه ډاکتران تښتول شوي دي

سی شنبه ۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې دوه تنه ډاکتران د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا برمته او تښتول شوي دي.
پروان کې دوه ډاکتران تښتول شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې دوه تنه ډاکتران د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا برمته او تښتول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دوه ډاکتران د تېرې یکشنبې مرغومي ۷ مې په شپه د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې له ایمرجنسي کلېنیک نه تښتول شوي دي.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر ویلي یو درې وسله وال کسان دغه کلېنک ته ورغلي او د دې په پلمه چې ناروغ یې معاینه کړي له کلېنیک نه باسي او تښتوي یې.

دی وايي، د تښتول شویو ډاکترانو د خلاصون هڅې روانې دي، خو تر اوسه وسله وال کسان نه دي نیول شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د هرات ولایت په شپږمه ناحیه کې هم یو ډاکتر د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوی او برخلیک یې نه دی معلوم.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي