۰

قطر کې افغان سفیر دلیلي ومړ

سی شنبه ۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۸
په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
قطر کې افغان سفیر دلیلي ومړ
په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، دلیلي نن سه شنبې د مرغومي ۹ مه په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ملي روغې جوړې عالي شورا د عبدالحکیم دلیلي پر مړینه خواشني ښودلې او دا یې د افغانستان او افغان سولې پروسې لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

د یادې شورا ویاند فریدون خوځون په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، په خواشنۍ سره چې افغانستان خپل یو بهترین دیپلومات عبدالحکیم دلیلي د ورپېښې ناروغۍ له امله له لاسه ورکړ.

ویل کېږي عبدالحکیم دلیلي، له څه مودې راهیسې د زړه ناورغي درولوده، چې نن سهار یې په روغتون کې ساه ورکړې، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې قطر کې په روغتون کې وفات شوی او که افغانستان کې.

عبدالحکیم دلیلي له ۱۳۹۷ کار راهیسې په قطر کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده تر سره کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي