۰

بلخ کې یو ډاکتر په مرموز ډول وژل شوی دی

سی شنبه ۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د بلخ ولایت د ملکي روغتون یو متخصص ډاکتر په مرموز ډول وژل شوی دی.
بلخ کې یو ډاکتر په مرموز ډول وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د بلخ ولایت د ملکي روغتون یو متخصص ډاکتر په مرموز ډول وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د مرغومي ۸مه) مزارشریف ښار کې رامنځ ته شوې او وژل شوی ډاکتر فرهاد رويين نومېږي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، ډاکتر رویین زندۍ کړی شوی او وژل شوی دی، خو وایي، تر اوسه معلومه نه ده، چې هغه خپله ځان زندۍ کړی که بل چا کړی دی.

نوموړي زیاتوي، چې د پېښې څړلې لپاره د پولیسو پلټونکی پلاوی سیمې ته تللی، چې معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې په ورځ په پروان کې او پرون شپه په هرات کې یو ډاکتر د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي