۰
د کورنیو چارو وزیر:

د پارلمان غړي خروار خروار عریضې د پولیسو د تبدیلۍ لپاره راته راوړي

سی شنبه ۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۵
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي، د مشرانو او ولسي جرګو غړي د پولیسو د مقررۍ او تبدیلي لپاره هره اوونۍ خروار خروار عریضې وروړي.
د پارلمان غړي خروار خروار عریضې د پولیسو د تبدیلۍ لپاره راته راوړي
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي، د مشرانو او ولسي جرګو غړي د پولیسو د مقررۍ او تبدیلي لپاره هره اوونۍ خروار خروار عریضې وروړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اندرابي، چې نن سه شنبې د مرغومي ۹ مه د مشرانو جرګې عمومي غونډه کې د سناتوران پوښتنې ځوابولې، دغه وزارت کې د بې برخلیک افسرانو په اړه و ویل، چې دې وزرت کې بې سرنوشته افسران نه بلکې فرمایشي افسران زیات دي.

نوموړي زیاته کړه«د چهارشنبې ورځې د سناتورانو او ولسي جرګې د استازو سره د ملاقات ورځې دي، خو دوی به دې ورځ د پولیسو د مقررۍ او تبدیلي لپاره خروار خروار عریضې راته راوړي.»

د هغه په وینا د بېلګې په ډول ځینې افسران د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې د جنايي مدیر یا هم اروزګان یا بل یوه ولایت کې تعین بست کېږي، خو کله چې له خپلې مقررۍ خبرېږي نه یې خوښېږي، نو سناتورانو ته مراجه کوي او ترې غواړي، چې د کابل دروازو د ۲ نمبر ټولي ته یې تبدیل کړي.

دی وایي،د دغه ستونزې د حل لپاره کورنیو چارو وزارت د پېژنتون مرکز جوړی کړی، چې په هغه کې د وزیر لاسلیک ته اړتیا نشته.

ده و ویل«دغه عریضې چې د چهارشنبې په ورځ ماته راوړۍ او ځينې یې دا اوس په مجلس کې هم راته رسېدلې، نوره اړتیا نشته، هر منسوب چې څه غواړي، د پېژنتون مرکز ته د مراجعه وکړي، هلته فورم ورته اچول کېږي.»

د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي ټینګار وکړ، چې د کادر ستونزې به هم پر جوړښتونو د تمرکز په واسطه حل کړي.

بل خوا نوموړي د پولیسو د تنخواو په اړه ومنله چې ستونزې په کې شته خو زیاته یې کړه، چې ۱۶۰ زره پولیسو د ډیټابس په جوړولو سره به دغه ستونزه په ۱۷ ورځو کې حل او باقي معاشونه به ورکړل شي.

ښاغلي انداربي تایید کړه، چې له ۲ تر ۳ زره پولیسو له یوې تر ۵ میاشتو پورې تنخوا نه ده تر لاسه کړې، چې په ۱۷ راتلونکو ورځو کې به دغه ستونزه حل او معاشات به ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي