۰

امریکا:افغانستان باید د بیان له آزادۍ ساتنه وشي

چهارشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۰
کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن وايي، امریکا: باید د افغان مطبوعاتو لاسته راوړنې او ازادي وساتل شي.
امریکا:افغانستان باید د بیان له آزادۍ ساتنه وشي
کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن وايي، امریکا: باید د افغان مطبوعاتو لاسته راوړنې او ازادي وساتل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویلسن ویلي، په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادي د تېرو ۱۹ کلونو له یوې مهمې لاس ته راوړڼې څخه ده او باید وساتل شي.

ویلسن چې په دې وروستیو کې د هدفي وژنو په اړه یې پرون په کابل کې د رسنیو د ملاتړ ټولنو له استازیو سره کتلي په څو ټوېټونو کې ویلي، چې د رسنیو د کارکوونکو ملاتړ کوي.

دی وايي، دوی او شریکانو یې غوښتل چې مستقیماً د رسنیو او د غیردولتي ادارو له مسولینو واوري چې همکاران یې له څه ډول ګواښونو سره مخامخ دي.

نوموړي ویلي، دا د رسنیو کارکونکي دي، چې د شفافیت او حساب ورکونې د تامین لپاره ډېره مېړانه ښيي او باید ساتنه ترې وشي.

هغه ویلي، ډېرو غوښتل چې د هغو خبریالانو چې په اوس وخت کې له ګواښ سره مخ دي د هغوی د امنیت او ورسره د همکارۍ پر ستراتیژیو بحث وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بې پولې خبریالانو د ټولنې د وروستي راپور له مخې افغانستان په روان میلادي کال کې په نړۍ کې د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې دی چې د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګوني بلل شوي دي.

یوازې په تېرو کابو دوه میاشتو کې څلور تنه خبریالان الیاس داعی، ملاله میوند، رحمت الله نېکزاد او یما سیاوش په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي