۰
د عامې روغتیا وزارت:

څلور کارکوونکي مو د فساد په تور نه دي نیول شوي، خپله څارنوالۍ ته ورغلي

چهارشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۰
عامې روغتیا وزارت هغه راپورونو ته په غبرګون کې، چې لوی څارنوالۍ د دغه وزارت څلور تنه کارکوونکي د رشوت اخیستو په تور نیولي وايي، دا کسان نیول شوي نه دي، بلکې خپله څارنوالۍ ته ورغلي دي.
څلور کارکوونکي مو د فساد په تور  نه دي نیول شوي، خپله څارنوالۍ ته ورغلي
عامې روغتیا وزارت هغه راپورونو ته په غبرګون کې، چې لوی څارنوالۍ د دغه وزارت څلور تنه کارکوونکي د رشوت اخیستو په تور نیولي وايي، دا کسان نیول شوي نه دي، بلکې خپله څارنوالۍ ته ورغلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزرات نن چهارشنبې د مرغومي ۱۰ مه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، پرون داسې راپورونه خپاره شول، چې ګڼې د وزیر څلور تنه خپلوان او سلاکاران د رشوت په تور د لویې څارنوالۍ له خوا نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دې لپاره چې موضوع روښانه شي، پرون د لوی څارنوالۍ پلاوي د عامې روغتیا وزیر ته مراجعه کړې او له څلور تنو هر یوه احمد شکران عثماني د وزیر ورو، کاوه سرمست زاده د کابل د یو روغتون کارکوونکي، فرامرز حمدي د وزارت مالي سلاکار او فریدون سلطاني څخه د پلټونو غوښتنه یې ترې کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا چې له فساد سره مبارزه او په ادارتو کې شفافیت د وزیر احمد جواد عثماني یو له ژمنو څخه ده، نو لارښونه یې کړې، چې یاد شوي کسان د څارنوالۍ ته د تحقیق لپاره ورشي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، د وزارت مشرتابه نه یوازې دا چې له فساد سره د مبارزې اداراتو سره همکارۍ ته ژمن دی، بلکې کورنۍ اړیکې او قربات د عدالت او قانون د پلي کېدو پر وړاندې خنډ نه بولي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې احمد شکران عثماني، د دغه وزارت کارکوونکی نه دی، کاوه سرمست زاده هم د وزارت په مرکزي دفتر کې دنده نه لري او دغه راز له فرامرز حمیدي سره هم وزیر کوم کورنۍ نیږدې والي نه لري.

د عامې روغتیا وزارت په دغه خبرپاڼه کې له لوی څارنوالۍ څخه غوښتي، چې په دې برخه کې هر اړخیزه څېړنې وکړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې لوی څارنوالۍ پرون خبر ورکړ، چې د عامې روغتیا وزارت څلور تنه کارکوونکي یې د شکایتونو پر اساس د رشوت اخیستو په تور د ملي امنیت سره په همغږۍ نیولي دي.

په ورته وخت کې دا هم ویل کېدل، چې په رشوت اخیستو نیول شوي کسان د وزیر خپلوان دي، چې یو یې هم زوی او بل یې هم زوم دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي