د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، د ۲۰۲۱ کال د لومړۍ میاشتې له پیل سره سم به د افغانستان او چین لپاره د پاکستان د وېزو اخیستو غوښتنلیکونه انلاین کېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شیخ رشید احمد زیاته کړې، چې مخکې د وېزې په صادرولو کې چل ول او دوکې کېدې خو له دې وروسته به دا نه وي.
د هغه په وینا وړاندې داسې ادعاوې وې، چې ګواکي د افغانستان او چین اتباعو څخه د پاکستان وېزې تر لاسه کولو او اوږدو لپاره پیسې اخستل کېږي او یا هم ورته اړ کېدل.
د نوموړي په وینا د راتلونکي میلادي کال له پيله به د ویزو اخیستلو ټول سیستم انلاین شي او دفساد مخه به هم ونیول شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ویزو د ورکړې په برخه کې د لا اسانتیاوو برابرولو ډاډ هم ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې وړاندې جلال آباد کې د پاکستان وېزې تر لاسه کولو لپاره ګڼه ګوڼه کې کابو ۱۵ تنه تر پښو لاندې او مړه شول.
له دې وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح و ویل، چې یو شمېر کړۍ د پاکستان د وړیا وېزې پر سر کمېشن اخلي او د ورځې لږ تر لږه نژدې سل زره ډالر تر لاسه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل