د کابل – جلال آباد پر لار ترافیکي پېښه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

11 جدی 1399 ساعت 8:41

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کابل – جلال آباد پر لویه لار د لغمان ولایت اړوند سیمه کې ترافیکي پېښه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کابل – جلال آباد پر لویه لار د لغمان ولایت اړوند سیمه کې ترافیکي پېښه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، دغه پېښه پرون چهارشنبې د مرغومي ۱۰ مه ماښام مهال په عزیزخان کڅ کې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د کرولا او سراچه موټرونو په دې ټکر کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وینا ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د لغمان د والي ویاند د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134944

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134944/

جمهور
  https://www.jomhornews.com