۰

د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول

پنجشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۹
د افغانستان د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې او د اکټیډ او ANCC موسیسو ترمنځ د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول.
د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول
د افغانستان د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې او د اکټیډ او ANCC موسیسو ترمنځ د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړونونه پرون چهارشنبې د مرغومی ۱۰ مه د ولسمشر په حضور کې د شمیم خان کټوازي، فرانسس هریشر او ANCC موسسې رئیس فرهاد کریمي تر منځ لاسلیک شوي دي.

تر دې وروسته کټوازي و ویل، چې په جلال اباد، کندهار، هرات او مزارشریف ښارونو کې په درې کالو کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ۱۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۹۱۴ پروژې تطبیق شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې هلمند، غزني، فراه، پروان، جوزجان، بدخشان، پکتیا، لوګر، نیمروز او بلخ لسو ولایتونو ته د دې پروګرام غځولو سره به د ۴۵ میلیون ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې عملي شي.
 
دی وايي، د کارموندنې پروګرام دویمه برخه کې به په جلال اباد، لغمان، کنړ، نورستان، هرات، غور، تخار، کندز، بغلان، خوست، کندهار او فاریاب دولسو ولایتونوکې د ۱۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت په څلورو کالو کې بېلابېلې پروژې د ولس په خوښه تطبیق شي.

کټوازی وایي، ۱۲۰ زره خلکو ته د کاري زمینو ترڅنګ به کارموندنه باثباته او دوامداره شي. د ولسونو په همکارۍ به په لږ وخت کې په ښه ډول دا پروژې پلې او پر دولت د خلکو باور لا زیات کړي.

هغه زیاته کړه، په راتلونکي کې به د پروژو تطبیق کې د ښاروالیو ظرفیت لوړ او د همکارو موسسو رول را کم کړو. په دویم پړاو کې دې لسو هغو ښارونو ته چې لږ انکشاف یې کړی دا پروګرام وغځول شي.
 
وروسته د اقتصاد وزیرې کریمې حامد فاریابي  و ویل، چې د کارموندنې بین الوزارتي پروګرام اساسي موخې د اقتصادي فرصتونو لپاره د مناسب محیط رامنځته کول، د سوداګرۍ او پانګونې برخې مقررو اصلاحات، د اقتصادي فرصتونو ایجاد، د کسب او کار اسانتیاوې، د زیربناوو ښه والی، د سوداګریزو مارکېټونو د ظرفیتونو پیاوړتیا، د ښاري پروژو اولویت بندي او د کار بازار پیاوړتیا دي.
 
د هغې په وینا د کارموندنې پروګرام لومړۍ برخه د اړوندو وزارتونو او دویمه برخه یې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري تطبیقېږي. هغې زیاته کړه، د پروژو اسانولو ریفورم د بنسټونو ګډ کوښښ ته اړتیا لري او په دې موخه مو د سوداګرۍ، عدلیې، مالیې، ښارجوړولو او ځمکو وزارتونو او اسان خدمت ادارې سره تفاهم لیک لاسلیک کړی او تطبیقوونکو ادارو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکوم.
 
د یادو تړونونو له لاسلیک وروسته جمهوررئیس غني وویل، چې د کارموندنې د دې بهیر د پیل سره به د خلکو په ژوند کې ښه والی راشي.

د ولسمشر په وینا، د ساساکي پراختیایي پلانونو تر برابرولو وړاندې د دولتي او بین المللي همکارانو د واحد لید د نشتوالي له امله زموږ ښارونه په غیرپلاني ساحو بدل شول.

هغه زیاته کړه په هغو ښارونو کې به چې د ساساکي له لوري یې پراختیایي پلانونه برابر شوی، اساسي کیفي بدلون راشي او لازمه ده چې هر پلان منسجم وي.
 
ولسمشر و ویل«دا اوسنی کار په اتلسمه او نولسمه پېړیو کې هم ایجادېدلای شو. له دولتي او بین المللي همکارانو د یویشتمې پېړۍ کار ایجاد غواړم، ځکه د کار تعریف بدل شوی او په اساسي ډول باید تعریف شي. د دنیا له ډیجيټلي کېدو سره دا کارونه نوره نتیجه نه ورکوي.»

نوموړي زیاته کړه، چې  د نوي نسل لپاره د کار موندنې ډول باید په اساسي توګه بدلون ومومي. د مولدیت له پلوه موږ په نړۍ کې کم کارګر لرو او زموږ کلیدي نقطه د تشبث ایجاد دی، د شرکتونو او فردي تشبث لپاره باید هراړخیز محیط ایجاد شي.

ښاغلي غني په ټینګار سره وویل، زه غواړم د کارموندنې دا پروګرام متفاوت وي. د ساساکي پراختیایي پلانونو کې د کلي او ښار راغلې اړیکې باید عملي شي. د لومړي ځل لپاره زموږ ټولې اوبه ښارونو سره په ارتباط مدیریت کېږي. ښاروالان باید په ښارونو کې د ډیجیټلي کېدو لپاره شرکتونو ته زمینه برابره کړي .

هغه د کلیو پراختیا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کلسترسازي لورته لاړ شي. وړې پروژې ضروري دي، مګر د لوی پروګرام له لید باید ورته وکتل شي. هغه پروژې پکار دي چې اغېز یې تر نورو زیات وي. د تحول لامل شي او د همکارۍ روحیه ایجاد کړي

ولسمشر و ویل، چې ښاري وضعیت شهروندمحوري ته اړتیا لري. زموږ د تحلیل واحد باید حوزه او ناحیه وي چې مساوي ګډون راشي.

نوموړي د شمیم خان کټوازي وړاندیز ته په اشارې وویل، پاتې ښارونو ته د پروګرام غځول اړین دی، خو د ښارونو شبکه جوړه کړئ. باید د ښارونو او کلیو د بېرته وصلولو وسیله شئ چې ښار او کلی د ارزښت په زنځیر سره وتړل شي او د خپلو وارداتو ډېره برخه په خپله تولید کړو.
 
ولسمشر وايي، په تېرو نولسو کالو کې د کلي او ښار ارتباط کمزوری شوی. د کارموندنې له دې فرصت څخه باید اعظمي استفاده وشي. دعاجلې کارموندنې ترڅنګ د دوامدار کار چې د تشبث لامل شي اساس باید کېښودل شي او د ښځو رول ته دې په کې اساسي پام وشي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي