یو بل افغان خبریال هم و وژل شو

13 جدی 1399 ساعت 8:16

دا ځل نامعلومه وسله والو کسانو په غور ولایت کې د صدای غور په نامه د یوې رادیو مسوول مدیر او خبریال بسم الله عادل ایماق په ډزو وژلی دی.


دا ځل نامعلومه وسله والو کسانو په غور ولایت کې د صدای غور په نامه د یوې رادیو مسوول مدیر او خبریال بسم الله عادل ایماق په ډزو وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د مرغومي ۱۲ مه چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له لومړۍ ورځې سره سمه وه، رامنځ ته شوې ده.

د غور چارواکي تاییدوي، چې بسم الله عادل ایماق د غور ولایت مرکز فیروز کوه ته نېږدې د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د غور والي نور محمد کوهنور وايي، ایماق خپلې کلي ته په لار و، چې د اخته خانه په سیمه کې پرې برید شوی او وژل شوی دی.

د هغه په وینا د ایماق جسد روغتون ته وړل شوی او پولیسو د پېښې د عاملینو د نیولو په اړه پلټنې پیل کړې دي.

بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي او تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

ویل کېږي بسم الله عادل ایماق د مدني ټولنې غړی هم و او یو ځل وړاندې یې هم کور ته لاسي بمونه ورغورځول شوي دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې پر خبریالانو او مدني فعالینو غلچکي بریدونه او ماین چاودنې زیاتې شوې، چې له امله یې په تېرو کابو دوه میاشتو کې دا اووم خبریال دی، چې وژل کېږي.

تر عادل وړاندې، یماسیاوش، الیاس داعي، ملاله میوند، رحمت الله نېکزاد هغه خبریالان و، چې په مقناطسي ماین چاودونو او وسله وال برید کې وژل شوي او دغه راز د فردین امیني رفیع صدیقي هغه خبریالان و، چې مرګ یې تر اوسه مرموز دی.

د افغان خبریالانو او مدني فعالانو وژنو په کور د ننه او نړیوال غبرګونونه راپارولي او په کلکو ټکو یې غندلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 134974

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134974/

جمهور
  https://www.jomhornews.com