افغان او هندي دیني عالمانو افغانستان کې جګړه ناروا وبلله

13 جدی 1399 ساعت 8:26

د افغانستان او هند دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع او د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې بللې ده.


د افغانستان او هند دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع او د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې بللې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه دیني عالمانو ویلي، دا جګړه ناروا ده او طالبان د عام المنفعه تاسیساتو ورانولو لپاره هېڅ توجیه نه لري.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان او هندي دیني عالمانو لومړی ناسته د تېرې چهارشنبې په ورځ د نوي ډهلي په اسلامي کلتوري مرکز کې کړې او د جګړې پر ښکېلو اړخونو یې د اوربند غږ کړی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې د دغه دیني عالمانو له قوله ویل شوي، چې د افغانستان دولت او خلکو پر وړاندې د جګړې او تاوتریخوالي اصلي عاملین طالبان دي.

دوی زیاته کړې، چې د طالبانو لخوا د ټولګټو ملي بنسټونو او ملکي مراکزو ویجاړول د اسلام سپیڅلي دین له لارښوونو سره په ټکر کې او له همدې امله ناروا او هېڅ دیني جواز نه لري.

د افغانستان او هند دیني علماو پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ کړی چې د سولې ټینګېدو په اړه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

دوی ویلي، افغان او هندي علماء د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ او د سولې په خبرو کې د تېرو ۱۹ کلونو پرمختګونه خوندیتوب ټينګار کوي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د اندونیزیا، بنګله دېش، کویټ، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو او اسلامي سازمانونو له خوا هم د افغانستان روانه جګړه ناروا بلل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 134976

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134976/

جمهور
  https://www.jomhornews.com