۰

دفاع وزارت:هلمند کې ۵۰ طالبان وژل شوي

شنبی ۱۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۴
ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون د ۵۰ تنه وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت:هلمند کې ۵۰ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون د ۵۰ تنه وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د مرغومي ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هلمند کې مرکز لښکرګاه ته نېږدې په سور ګودر، بشران سیمو او دغه راز ناوې، ګرمسېر او نادعلي ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه نښتو کې د هوايي ځواک په ملاتړ د طالبانو د یوې سل کسیزه ډلې د قوماندان عبدالسلام او درې ماین اېښودونکو په ګډون ۵۰ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي عبدالسلام تر دې وړاندې د کجکي لپاره د طالبانو ولسوال و، چې اوس مهال په ناوه کې پر امنیتي پوستو د برید پر مهال و وژل شو.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دې جګړه او عملیاتو کې د طالبانو ۸ پتڼځایونه، لسګونه میله وسلې، وسایط او یو شمېر زیات رهبري شوي راکټونه له منځه وړل شوي دي.

د وزرات په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغان ځواکونو دغه عملیات د هوايي ملاتړ په مرسته وروسته له هغې شوې، چې طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي