۰

ارګ: اړتیا نشته چې د عامې روغتیا وزیر په لرې کېدو له سره غور وشي

شنبی ۱۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۷
ارګ وایي، د عامې روغتیا وزیر جواد احمد عثماني له خپلې دندې لرې کړی شوی او دې ته اړتیا نشته چې پر لرې کېدو یې له سره غور وشي.
ارګ: اړتیا نشته چې د عامې روغتیا وزیر په لرې کېدو له سره غور وشي
ارګ وایي، د عامې روغتیا وزیر جواد احمد عثماني له خپلې دندې لرې کړی شوی او دې ته اړتیا نشته چې پر لرې کېدو یې له سره غور وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن شنبې د مرغومي ۱۳ مه خپره شوې راغلي د اساسي قانون د څلورشپېتمې مادې د یوولسمې فقرې پر اساس، د لوړ رتبه دولتي مقاماتو ټاکل او عزلول د ولسمشر صلاحیت دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د عامې روغتیا مخکېنی وزیر د ۱۳۹۹کال د جدي په ۱۱ نېټه د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس د (۱۳۹۶۹) ګڼې حکم په اساس عزل شوی او په دې اړه حاشیوي بحثونو او بیاکتنې ته اړتیا نشته.

د ارګ په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې  ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به د عامې روغتیا وزرات سرپرست معرفي شي.

د یادونې ده، چې د عامې روغتیا وزیر د تېرې پنشنبې په ورځ د ولسمشر د حکم پر اساس له دندې لرې کړی شو.

تر اوسه معلومه نه ده، چې ولسمشر ولې د عامې روغتیا وزیر له دندې لرې کړی خو تر دې وړاندې داسې راپورونه و، چې ګڼې د وزیر د ورور په ګډون د دغه وزارت څلور تنه کارکوونکي د رشوت اخیستو په تور څارنوالۍ ته ورغوښتل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي