فاریاب کې عملیات: د ۵۰۰ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی

13 جدی 1399 ساعت 12:53

شمال کې د پوځ چارواکي فاریاب ولایت کې د پوځي عملیاتو او په کې د څه باندې ۵۰۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


شمال کې د پوځ چارواکي فاریاب ولایت کې د پوځي عملیاتو او په کې د څه باندې ۵۰۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغلته د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د مرغومي ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ګډو افغان ځواکونو د لړم میاشتې له ۹ مې د ۱۱۹ شاهین تر نامه لاندې طالب ضد عملیات پیل کړی و.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه عملیات د فاریاب ولایت په څلورو ولسوالیو، اندخوی، خواجه سبزپوش، قیصار او المار ولسوالیو کې تر سره شوي دي.

د سرچینې په وینا په دې عملیاتو کې د ۴۲ کلیدو قوماندانانو په ګډون ۲۸۶ وسله وال طالبان وژل شوي او د ۲۵ قوماندانانو په ګډون ۲۱۹ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په دې سربېره دغو عملیاتو کې د طالبانو ۱۷۱ میله ډول ډول وسلې، ۸۴ عرادې موټر، ۲۹ پتڼځایونه، درې موټر بم او ۳۷ کړۍ ماینونه شنډ او له منځه وړل شوي دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو په دې خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې دویم نمبر شهرا چې میمنه له قیصار او المار ولسوالیو سره نښلوي هم د طالبانو له شتون څخه پاکه کړی شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د فاریاب امنیتي چارواکو په دغه ولایت کې د طالبانو د نومول شوي والي مولوي وکیل احمد چې په ملا ناظم مشهور دی د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

امنیتي چارواکو ویلي، ملا ناظم له خپلو شپږ تنه ملګرو سره د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی او درې ملګري یې ټپيان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 


د مطلب کود: 134999

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134999/

جمهور
  https://www.jomhornews.com