۰

د ایرلنډ پر وړاندې افغان کرکټ لوبډله اعلان شوه

شنبی ۱۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۵
د افغانستان کرکټ بورډ له ایرلنډ ملي لوبډلې سره د ۵۰ اوریزه یا یو ورځنیو لوبو لپاره د ملي ټیم لوبډله اعلان کړه.
د ایرلنډ پر وړاندې افغان کرکټ لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ له ایرلنډ ملي لوبډلې سره د ۵۰ اوریزه یا یو ورځنیو لوبو لپاره د ملي ټیم لوبډله اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کرکټ بورډ نن شنبې د مرغومي ۱۳ مه د ایرلنډ پر وړاندې د خپلې لوبډلې نوملر خپور کړی دی.

په اعلان شوې لوبډله کې د لوبډلمشر اصغر افغان سربېره، محمد نبي، ګلبدین نایب، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، جاوید احمدي، عثمان غني، راشد ارمان، مجیب ځدران، شرف الدین اشرف، رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی، یمین احمدزی، نوین الحق او سید احمد شېرزاد شامل دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان او ایرلنډ د ملي لوبډلو ترمنځ دغه یو ورځنۍ درې لوبې به د ۲۰۲۱ میلادي کال په روانه جنورۍ میاشت کې تر سره کړي.
  
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي