۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

افغانستان کې زرګونو سرتېرو ته اړتیا نشته، له لرې هم ځواک کارولی شو

یکشنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۹
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه ټوېټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت د القاعده او د امریکا خاورې ته د ګواښونو ختمول دي.
افغانستان کې زرګونو سرتېرو ته اړتیا نشته، له لرې هم ځواک کارولی شو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه ټوېټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت د القاعده او د امریکا خاورې ته د ګواښونو ختمول دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو پرون شنبې د مرغومي ۱۳ مه چې د جنورۍ ۲ مه کېږي په خپل ټوېټر لیکلي د دغه ماموریت د ترسره کولو لپاره امریکا اړتیا نه لري، چې زرګونه سرتېري افغانستان کې وساتي.

نوموړي زیاته کړې«په افغانستان کې زموږ ماموریت د القاعده ډلې او د امریکا خاورې ته د ګواښونو ختمول دي، د دغه کار لپاره هلته (افغانستان کې) د زرګونو سرتېرو ضرورت نشته، موږ خپل ملګري لرو، زړور افغانان او د ناټو ځواکونه. موږ همدغه راز دا وړتیا لرو چې له لېري خپل ځواک وکارو.»

پميو دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرېکړې له مخې د روان میلادي کار تر نمايي پورې به امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع هغه ده، چې امریکا له طالبانو سره په قطر کې د سولې په هوکړه کې کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي