۰
امرالله صالح:

له هدفي وژنو د طالبانو انکار مسخره ده، چاودېدونکي توکي له پاکستانه تر لاسه کوي

یکشنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۵
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په هېواد کې هدفي وژنې او ترور د طالبانو کار دی او مسوولیت اخیستو څخه یې د دغه ډلې انکار یوه مسخره خبره ده.
له هدفي وژنو د طالبانو انکار مسخره ده، چاودېدونکي توکي له پاکستانه تر لاسه کوي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په هېواد کې هدفي وژنې او ترور د طالبانو کار دی او مسوولیت اخیستو څخه یې د دغه ډلې انکار یوه مسخره خبره ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د مرغومي ۱۴ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته ویلي، د ټولو خونړیو بریدونو چاودېدونکي توکي طالبان له پاکستان څخه تر لاسه کوي.

هغه لیکلي« د ژمنې سره سم نظامي ریموټ کنټرولونه چې طالبان یې د خونړیو چاودنو لپاره اوس هم له پاکستان نه تر لاسه کوي، له خلکو سره شریکوم، امونیم نایتریت، هغه چاودېدونکي توکي چې په نظامي کې کارول کېږي او درې قلمه ریموټ کنټرول چې د خونړیو بمونو له ډلې دي، طالبان له پاکستان څخه تر لاسه کوي.»
 
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان ملي امنیت د دغه خونړیو وسایلو سلګونه دانې له ترهګرو تر لاسه کړي دي.

بل خوا صالح وايي، د طالبانو دغه ادعا چې ګڼې په هدفي وژنو کې، چې اکثریت قربانیان یې ولسي وګړي دي لاس نه لرل له بنسټ نه یوه مسخره او بې اساسه خبره ده.

دی زیاتوي، چې طالبان او د هغوی ستراتېژیک ملاتړي د افغانستان له نوي نسل په ځانګړي ډول له هغه کسانو چې ډګ مغز او رسا ژبه لري، په وېره کې دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له طالبانو سره د افغان دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي حفیظ منصور هم په یوه ناسته کې و ویل، چې طالبان د افغانستان له نوي نسل څخه په وېره کې دي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې طالبان د نوي نسل، د ښځو له پرمختګ او بیان له آزادۍ وېره لري او دا یو نامشروع پرمختګ او د ځپلو وړ بولي.

هغه ویلي وو«له شک پرته هغوی هم ښځې او هم ځوانان د امریکا روزل شوي بولي، دا یې نه ویل، چې دغه ځوانانو او ښځو له رامنځ ته شوي فرصت څخه چې حق یې دي پرمختګ کړی، هغوی ځوانان او ښځې هغه لښکر ګني، چې امریکا جوړ کړی او له دې نسل سره څه وکړو.»

منصور ټينګار وکړ، چې طالبان له رسنیو او خبریالانو هم وېره لري او په هغه اندازه له هر خبریال نه وېره لري، لکه د پوځ له یوه جنرال څخه یې چې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پر خبریالانو او مدني فعالانو هدفي بریدونه زیات شوي، چې له امله یې په تېره یوه نیمه میاشت کې تر ۱۰ زیاتو خبریالانو او مدني فعالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تازه پېښه د تېرې جمعې په ورځ په غور ولایت کې وشوه، چې په کې وسله والو کسانو د غور غږ رادیو مسوول مدیر او خبریال بسم الله عادل په ډزو و واژه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي