۰

یوه غله د یوه وکیل موټر غلا کاو، د وکیل ساتونکی وژلی دی

یکشنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۲
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، کابل کې یو غل د ولسي جرګې د یوه استازي له ساتونکو سره د نښتې پر مهال وژل شوی دی.
یوه غله د یوه وکیل موټر غلا کاو، د وکیل ساتونکی وژلی دی
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، کابل کې یو غل د ولسي جرګې د یوه استازي له ساتونکو سره د نښتې پر مهال وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د مرغومي ۱۴ مه د شپږنیمو له غوندې وروسته په فسبوک پاڼه لیکلي، دغه غل مجیب الرحمن نومېږي او یو له هغه مجرمینو څخه و، چې د کرونا وبا له امله په دې وروستیو کې له زندان څخه خوشی شوی وو.

نوموړي زیاته کړه، مجیب الرحمن نومي غله پرون شنبې د مرغومي ۱۳ مه غوښتل، چې په ولسي جرګه کې د تخار ولایت د استازي ښاغلي خاکسار موټر غلا کړي.

دی وايي، د موټر د غلا پر مهال د غلو او وکیل د ساتونکو تر منځ لنډه نښته کې مجیب الرحمن نومی غل وژل شوی، خو څلور نور شریکانو یې له نښتې وړاندې موټر تښتولی دی.

ښاغلي صالح لیکلي«موضوع حل کېدونکې ده، لطفآ د جرمي کړیو لوډسپیکر مه جوړېږي، خبر شو، چې عدلي طب د جنايي تحقیقاتو ریاست له اجازې پرته د مجیب الرحمن جسد د هغه کورنۍ او همکارانو ته تسلیم کړی دی.»

د هغه په وینا په خواشنس سره عدلي طب په هر دلیل چې دی، د فساد او فروپاشۍ سره مخ شوی دی، ځکه سلګونه مکتوبه د اجسداو د تشریح په خاطر ورته لېږل شوي، خو یوه کمه اندازه یې ځواب کړي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، په هغه ټولنو کې، چې جرمي شبکې پیاوړې کېږي نو عدلي طب په مستقیم یا غیر مستقیم ډول تر خپل اغېز لاندې راولي، زه هیله مند یم، چې د افغانستان عدلي طب دغه مرحلې ته ونه رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي