۰
د پمپیو څرګندونو ته د افغان حکومت غبرګون:

تېر کال بهرني سرتېري ځکه نه دي وژل شوي، چې طالبان اوس یوازې افغانان وژني

یکشنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تازه څرګندونو ته چې ویلي یې دي تېر کال افغانستان کې یو امریکايي سرتېری هم نه دی وژل شوی، افغان حکومت غبرګون ښودلی دی.
تېر کال بهرني سرتېري ځکه نه دي وژل شوي، چې طالبان اوس یوازې افغانان وژني
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تازه څرګندونو ته چې ویلي یې دي تېر کال افغانستان کې یو امریکايي سرتېری هم نه دی وژل شوی، افغان حکومت غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر افغان حکومت وايي، تېر کال ځکه کوم بهرنی سرتېری نه دی وژل شوی، چې طالبان اوس یوازې افغانان وژني.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن یکشنبې د مرغومي ۱۴ مه په یوه تصویر پیغام کې ویلي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تلفات ځکه صفر شوي، چې افغان ځواکونه اوس په یوازې ځان جګړه مدیریت او رهبري کوي.

دواخان مینه پال ویلي، طالبان اوس د افغانستان د خلکو او حکومت پر وړاندې جنګېږي او په دې جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په بې سارې کچه لوړه شوې ده.

د یادونې ده، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون په یوه ټوېټ کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې یو امریکایي سرتېری هم په افغانستان کې نه دی وژل شوی.

نوموړی دا هم ویلي، چې نور په افغانستان کې د سرتېرو ساتلو ته اړتیا نشته او امریکا کولی شي له لرې هم خپل ځواک وکاروي.

د هغه په وینا په افغانستان کې د امریکا ماموریت د القاعده شبکې او دغه راز د امریکا د خاورې پر وړاندې د ګواښونو ختمول دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي