۰

په رشوت تورن نیول شوي سناتوران بېرته خوشي شول

یکشنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۷
د مشرانو جرګې هغه درې تنه غړي، چې تېره اووني د حیرتان بندر کې د رشوت اخیستو پر مهال لاس په لاس نیول شوي و، په ضمانت له څارنوالۍ خوشي شوي دي.
په رشوت تورن نیول شوي سناتوران بېرته خوشي شول
 د مشرانو جرګې هغه درې تنه غړي، چې تېره اووني د حیرتان بندر کې د رشوت اخیستو پر مهال لاس په لاس نیول شوي و، په ضمانت له څارنوالۍ خوشي شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي نن یکشنبې د مرغومي ۱۴ مه رسنیو ته د یوه ویډیويي پیغام په لېږلو سره ویلي، دغه سناتوران د مشرانو جرګې په غوښتنه خوشي شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د تورنو سناتورانو د نیولو موضوع د اساسي قانون د ۱۰۲ مادې سره سم د مشرانو جرګې سره شریکه کړی شوې وه، خو مشرانو جرګې نه یوزاې چې دا وړاندیز یې نه دی منلي، بلکې په ضمانت سره یې د یادو سناتورانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

دی وايي، لویې څارنوالي دغه سناتوران د قانون په رڼا کې په ضمانت سره خوشي کړي دي، خو دوسیه یې تر څېړې لاندې ده.

د یادونې ده، چې لویې څارنوالۍ تېره اوونۍ خبر ورکړ، چې د ملي امنیت سره په همغږۍ یې حیرتانو بندر کې درې تنه هغه سناتوران چې د دغه بندر د ارزونې لپاره ورغلي و، د ۴۰ زره امریکايي ډلرو رشوت اخیستو پر مهال لاس په لاس نیولي دي.

دغه درې په رشوت نیول شوي سناتوران محمد انور باشلیق، لیاقت الله بابکرخېل او محمد عظیم قویاش و، چې د لویې څارنوالۍ په وینا باالفعل د رشوت اخیستو پر مهال نیول شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي