۰

کابل کې د ماینونو یو کور او څلور ماین اېښودنکي نیول شوي دي

دوشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۷
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، پولیسو پلازمنه کابل کې د طالبانو اړوند د چسپکي یا مقناطسي ماینونو ساتنې یو کور موندلی او څلور ماین اښودونکي یې ورسره نیولي دي.
کابل کې د ماینونو یو کور او څلور ماین اېښودنکي نیول شوي دي
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، پولیسو پلازمنه کابل کې د طالبانو اړوند د چسپکي یا مقناطسي ماینونو ساتنې یو کور موندلی او څلور ماین اښودونکي یې ورسره نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د مرغومي ۱۵ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دغه کور د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند سیمه کې کشف شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې له دغه کور څخه د مقناطسي ماینونو او چاودېدونکو توکو تر څنګ څلور تنه ماین اېښودونکي هم نیول شوي دي.

د صالح په وینا دغه ماین اېښودونکي او د ماینونو کور په داسې حال کې نیول کېږي، چې هم نن سهار په همدې ناحیه کې د ملي اردو په یوه رنجر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې، چې مرګ ژوبله نه لري.

ښاغلی صالح وايي، د طالبانو دا ادعا ناسمه او مسخره ده، چې وايي، دوی ماینونه په افغانستان کې د ننه جوړوي، بلکې په وینا یې ده هغه ځانګړي مواد او تکنالوژي چې طالبان یې د هېواد د بربادۍ لپاره تر لاسه کوي، په اړه یې معلومات له جزیاتو سره شریک کړي دي.

هغه ویلي«اوس د طالبان وښي، چې د ترور او وژنې لپاره د دوی د تکنالورۍ انستېتیوت د افغانستان په کوم ځای کې دی؟ فرض کړه چې طالب رښتیا وايي، نو هغه ځواک ته شمر دي، چې په تېرو ۲۵ کلونو کې یې اختراع یوازې د انسانانو وژل دي او د انسان او انسانیت لپاره په چانټه کې نور څه نه لري.»

د یادونې ده، چې ښاغلي صالح پرون ویلي، چې طالبان اوس هم چاودېدونکي توکي او مقناطسي ماینونه له پاکستان څخه تر لاسه کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي