صالح:

په غیر پلاني لوړ پوړیزه ودانیو د درنو جریمو اېښودولو لایحه د بشپړېدو په حال کې ده

15 جدی 1399 ساعت 10:46

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په غیر پلاني لوړ پوړیزه ودانیو د درنو جریمو اېښودولو لایحه د بشپړېدو په حال کې ده.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په غیر پلاني لوړ پوړیزه ودانیو د درنو جریمو اېښودولو لایحه د بشپړېدو په حال کې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د مرغومي ۱۵ مه ټينګار کړي، چې په همدې اوونۍ کې به پر غیر پلاني لوړ پوړیزه ودانیو د درنو جریمو د عملي کولو لایحه وروستي کړی شي.

دی وايي، هر څوک چې غواړي لوړ پوړیزه ودانۍ جوړه کړي، باید د جریمې د ورکړې لپاره هم چمتوالی ولري، ځکه د ارزونې ټیمونه لګیا دي، د ټولو لوړ پوړیزه ودانیو معلومات راټول کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې سروې کې به د ودانۍ د مالک نوم، ځای، د غیرقانوني ودانیو شمېر، د  غیر قانوني کار څومره والی، د ودانۍ ارزښت او د جریمې ټاکل شامل وي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د دوی د اټکل له مخې ښايي د غیر قانوني لوړ پوړیزه ودانیو د جریمې سره به تر پنځوس میلیارد افغانی پورې د دولت خزانې ته ورسېږي.

دی زیاتوي، د ولسمشرۍ مقام په وار وار ویلي، چې دغه پیسې به یوه ځانګړي صندوق او حساب ته جمعه کېږي او بیا به د کابل ښار د پرمختګ او وضعیت د ښه والي لپاره لګول کېږي.

ښاغلي صالح ټینګار کړي، چې پاتې پیسې به د دولت د نورو کارونو له پاره مصرفېږي، نو په وینا یې جوړ کړی، خو د جریمې ورکړې ته هم چمتوالی ونیسۍ!

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135076

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135076/

جمهور
  https://www.jomhornews.com