د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند هوټلونو څخه کابو ۲ زره تنه نیول شوي

15 جدی 1399 ساعت 10:49

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د خلکو د ګڼو شکایتونو څخه وروسته پولیسو د کابل ښار په هوټلونو او مسافر خونو کې د زرګونو کسانو د اوږدمهاله اوسېدو په اړه پلټنې پیل کړې دي.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د خلکو د ګڼو شکایتونو څخه وروسته پولیسو د کابل ښار په هوټلونو او مسافر خونو کې د زرګونو کسانو د اوږدمهاله اوسېدو په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د مرغومي ۱۵ مه د شپږنیمو غوندې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د دغه لړۍ په ترڅ کې تېره شپه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند، هوټلونو، کپو او مسافر خونو کابو ۲ زره تنه راټول کړل شوي او د هویت د معلومولو لپاره کورنیو چارو وزارت ته لېږدول شوي.

نوموړي زیاته کړې، ټاکل شوې چې د دغه کسانو د هر یوه د کوتو نښې واخستل شي او د تذکرې تر لاسه کولو په صورت کې که یې کوم مخکنی جرم نه درلود خوشي کړل شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، نیول شوي کسان تورن او مجرمین نه دي، خو دا چې هویت یې معلوم نه دی او په هوټلونو کې له اوږدې مودې راهیسې اوسي په اړه یې شک رامنځ ته شوی دی.

په ورته وخت کې ښاغلي صالح دا هم ویلي، چې د کابل د جنايي مدیرانو ازموینه واخیستل شوه او اوس موظف شوی پلاوی مزار او هرات ته لېږل کېږي، تر څو همدا ډول پروسه هلته هم تطبیق کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135077

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135077/

جمهور
  https://www.jomhornews.com