۰
د کورنیو چارو وزیر:

طالبان د راتلونکي کال د یوه ټول عیار جنګ لپاره چمتو دي

دوشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۲
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، طالب جنګیالي سږ ژمی پاکستان ته نه دي تللي او راتلونکی کال یې د یوې ټول عیارې جګړې لپاره چمتوالی نیولی دی.
طالبان د راتلونکي کال د یوه ټول عیار جنګ لپاره چمتو دي
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، طالب جنګیالي سږ ژمی پاکستان ته نه دي تللي او راتلونکی کال یې د یوې ټول عیارې جګړې لپاره چمتوالی نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اندرابي چې نن دوشنبې د مرغومي ۱۵ مه ولسي جرګه کې د وکیلانو امنیتي پوښتنې ځوابولې و ویل، له دې وړاندې کلونو کې به د ژمي په رارسېدو سره طالب جنګیالي پاکستان ته تلل او له مشرتابه سره به یې ژمنې تازه او نوي پلانونه به یې ترې ترلاسه کول.

خو په وینا یې سږ کال د دغه ډلې جنګیالیو ته د مشرتابه له خوا ويل شوي، چې سږ کال افغانستان کې پاتې شي او جګړې ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې امنیتي بنسټونو د راتلونکي کال لپاره په بېلا بېلو برخو کې خپل کارونه جدي کړي، ځکه طالبانو د راتلونکي کال لپاره یوې ټول عیارې جګړې ته چمتوالی نیولی دی.

د هغه په وینا د طالبانو له خوا جګړې ته چمتوالی پر داسې مهال نیول کېږي، چې د سولې خبرې روانې دي او افغان ځواکونه د همدې سولې خبرو په خاطر په دفاعي حالت کې دي او نرمښت یې ښودلی دی.

خو زیاتوي، چې امنیتي بنسټو له دغه نرمښت ښودلو سره سره د جګړې د مهار او راتلونکي کال لپاره منظمې برنامې تر لاس لاندې نیولي دي.

دی وايي، یو له دغه برنامو دا ده، چې د ځانګړو عملیاتو او ځانګړو ځواکونو لپاره د درې واړه امنیتي ارګانونو تر منځ همغږي رامنځ ته او د ګډو ځانګړو ځواکونو قومانده یوه کړي.

د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د دغه عملیات برخې وړتیا به راتلونکي اوړي کې نوره هم پیاوړې شي او دغه راز به د هېواد په ګوټ ګوټ کې ټولې امنیتي پوستې په شپني دوربینونو مجهزې کړی شي، تر څو د طالبانو له شپنیو بریدونو مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه، چې له دې وړاندې په تکتیکي برخه کې ځینې ستونزې وې، خو له دې واړه ارګانونو د ځانګړو ځواکونو لپاره د واحدې قوماندې په رامنځ ته کولو به دغه ستونزه حل شي.

نوموړی وايي، دغه قومانداني به د دفاع وزارت د کمانډو قطعاتو په مشرۍ او د ځانګړو پولیسو د قطعاتو په معاونیت رامنځ ته کړی شي.
 
دغه راز وزیر په وزارت کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې و ویل، چې تر ډېره اصلاحات راغلي، د لوی فساد مخه نیول شوي او د فردي فساد د مخینوي لپاره هم هڅې دوام لري.

د کورنیو چارو د وزیر په وینا تر اوسه پورې ۳۵۰۰ پولیس د فساد په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړی شوي دي او نور دا وزارت چې یو وخت د فساد کور بلل کېده نه دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي