د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د ادارې د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان وايي، طالبان باید له افغان حکومت سره د خبرو اترو له لارې یوې هوکړې ته ورسېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سولیوان پرون له سي اېن اېن تلوېزیون سره په مرکه کې ټینګار کړي، چې د افغان سولې لپاره ښه فرصت رامنځ ته شوی او طالبان باید ترې ګټه واخلي.
په ورته وخت کې نوموړي دا هم ویلي، چې امریکا په افغانستان کې هغه دیپلوماسي ډاډمنوي، چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل نه شي.
هغه ویلي«د جو بايډن تر مشرۍ لاندې به په امريکا کې خپله پالېسي او امنيتي ستراتېژي ډاډمنوو، هغه دا چې افغانستان بيا هېڅکله د ترهګرو په پټنځايونو نهبدلېږي او موږ به دا ډاډ ترلاسه کوو چې امريکا ته به هېڅ ګواښ نه وي.»
د بايډن ادارې د ملي امنيت سلاکار ټینګار کړي، چې دا د نوي ولسمشر تګلاره ده او په دې اړه به له افغان حکومت او نورو اړخونو سره خبرې کېږي.
سولیوان وايي، امريکا له طالبانو سره په خپلې کړې هوکړه کې ويلي چې دغه ډله بايد له نورو ترهګريزو ګروپونو سره خپلې اړيکې پرې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبان به دا په خبرو نه، بلکې په عمل کې ثابتوي او طالبان بايد له امريکا سره د شوې هوکړې پر بنسټ تاوتريخوالی کم کړي.
سوليوان وايي، طالبان اوس له افغان حکومت سره بايد د خبرو له لارې يوې هوکړې ته ورسېږي د دې لپاره چې په خبرهيې، ښه فرصت ترلاسه شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل