د ولسمشر دویم مرستیال:

تمه ده دا ځل له طالبانو سره په خبرو کې په اوربند توافق رامنځ ته شي

15 جدی 1399 ساعت 14:54

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، تمه ده، په دویم پړاو مذاکراتو کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ټينګېدو برخه کې له طالبانو سره یو توافق رامنځته شي.


د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، تمه ده، په دویم پړاو مذاکراتو کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ټينګېدو برخه کې له طالبانو سره یو توافق رامنځته شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش نن دوشنبه د مرغومي ۱۵ مه کابل کې د اروپايي ټولنې له سرپرست آرنات پاولز سره لیدنه کې ویلي، که چیري داسې ونشي د سولې خبرې به له خنډ سره مخامخ شي.

دی وايي، د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي د راپور په اساس د ښځو د حقوقو، بیان ازادي، بشري حقوقو او د اقلیتونو د حقوقو په برخه کې د طالبانو فکرونو کې تغیر نه دی راغلی.

د ښاغلي دانش مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په دغه لیدنه کې د اروپايي ټولنې سرپرست ویلي، د تاوتریخوالي زیاتوالی، پر مدني فعالانو، خبریالانو او چارواکو باندې هدفي بریدونه د منلو نه دي او په وینا یې د سولې پر بهیر باندې تاثیر کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو شااوخوا دوو میاشتو راپدېخوا په افغانستان کې پر مدني فعالانو او خبریالانو هدفي بریدونه زیات شوي دي.

په دغه موده کې شپږ تنه خبریالان په هلمند، کابل، غزني، ننګرهار او غور کې په وسله الو بریدونو او ماین چاودنو کې وژل شوي دي، خو تر دا مهاله یې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 135093

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135093/

جمهور
  https://www.jomhornews.com