۰

خلیلزاد دوحې ته رسېدلی وايي، په اوربند باید توافق وشي

سی شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۳
د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو د خبرو د دویم پړاو په درشل کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته رسېدلی دی.
خلیلزاد دوحې ته رسېدلی وايي، په اوربند باید توافق وشي
د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو د خبرو د دویم پړاو په درشل کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبې د مرغومي ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد به دوحې، پاکستان، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، خلیلزاد به دوحه کې له دواړ افغان ډولو سره وګوري، هغوی به وهڅوي او د امریکا له لوريه به د همکارۍ ډاډ ورکړي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوي، چې خلیلزاد به دواړه لروي وهڅوي، چې د افغانستان د سولې بهیر چټک شي، سملاسي اورکم او اوربند وکړي، په یوه سیاسي نقشه توافق وکړي او د واک په شراکت خبرې وکړي.
 
په ورته وخت خلیلزاد په ټویټر کې لیکلي دي چې له دې هیلو سره یې بیا سیمې ته سفرونه پيل کړل چې دواړه خواوې به د افغانستان د سولې مذاکرات کې محسوس پرمختګ وکړي.

نوموړي ټینګار کړی وايي،  دواړه خواوې باید دا وښيي‌ چې د افغانانو د مهمو ګټو لپاره کار کوي.

هغه ویلي«دوی باید څومره ژر چې امکان لري د سیاسي تفاهم او په تاوتریخوالي کې د سملاسمي پام وړ کموالي او اوربند په اړه د موافقې لپاره رښتینی جوړجاړی او مذاکرات وکړي.

خلیلزاد زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه او په ځانګړي ډول هدفي بریدونه د منلو نه دي، ځکه په وینا یې هغوی، چې تاوتریخوالی کوي، غواړي د افغانستان د سولې بهیر او راتلونکې کمزورې کړي.

ده د کومې ډلې او شخص نوم نه دی اخیستی خو وايي، دا ډول خلک د افغانانو هیلې نه منعکسوي.

خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې په تړاو سفر پیلوي، چې ټاکل شوې سبا سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ بحثونه بیا پیل شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي