۰
د بښنې نړیوال سازمان:

بین الافغاني خبرو کې د ژر د جګړې پر پای توافق وشي

سی شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۴
د بښنې نړیوال سازمان وایي بین الافغاني مذاکرات دې تر هر څه وړاندې بشري حقونه خوندي کړي او ژر تر ژره دې د جګړې پر پای ته رسېدو توافق وکړي.
بین الافغاني خبرو کې د ژر د جګړې پر پای توافق وشي
د بښنې نړیوال سازمان وایي بین الافغاني مذاکرات دې تر هر څه وړاندې بشري حقونه خوندي کړي او ژر تر ژره دې د جګړې پر پای ته رسېدو توافق وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان د جنوبي اسیا د چارو مسوول په تازه څرګندونو کې ویلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په وروستیو کې تر ټولو ډېر بشري حقونه پکې تر پښو لاندې شوې دي، جګړې شدیدې شوې دي او د ملکي وګړو تلفات پکې ډېر دي.

دغه سازمان په افغانستان کې هدفي وژنې هم د جدي اندېښنې وړ بولي او په خبره یې د دوحې په مذاکراتو کې باید د دغه مواردو د ختمېدو پر سر توافق وشي.

یاد سازمان هیله څرګنده کړې چې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسېدو او بشري حقونو له نقض د مخنیوي سبب شي.

د راپورونو پر اساس تېر میلادي کال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۶ ملکي وګړي او ۱۶۸ نظامیان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د مدني ټولنې پر فعالینو او خبریالانو برید د جدي اندېښنې وړ مسئله ده چې نړیوال یې باید په اړه غبرګون وښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ویاند سني لګېت هم ویلي، طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، هدفي وژنې پای ته ورسوي او د اوربند لپاره تیاری ونیسي.

په کابل کې په دې وروستیو کې نږدې هره ورځ د مقناطیسي ماینونو له لارې هدفي وژنې کېږي چې طالبانو په دې پېښو کې لاس لرل رد کړي دي، خو کومې بلې ډلې یې هم مسوولیت نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي